د روغتیا نړیوال سازمان، د ماشوماشومانو ملاتړ صندوق یا یونېسف، قطر او د افغانستان استازو د راتلونکو دوو کلونو لپاره د افغانستان روغتیایي سکتور پر لومړیتوبونو درې ورځنی کنفرانس جوړ کړی و چې وړمه ورځ پای ته ورسېد.
د قطر پلازمینې دوحې په کوربتوب په دې کنفرانس کې پر هغو لارو چارو خبرې وشوې،چې پر بنسټ یې د افغانستان روغتیا سکتور پیاوړی شي او راتلونکې کې د ماشومانو او ښځو د مړینې مخه ونیول شي او یا یې هم کچه راټیټه شي.
په یاد کنفرانس کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي احمد المنداري وویل،له خپلو متحدینو سره پر ګډه کار کوي،تر څو د افغانستان روغتیا سکتور وژغوري.
هغه زیاته کړه:«موږ د افغانستان روغتایي سکتور ته پېښېدونکو لویو ګواښونو په تړاو خورا اندیښمن یو. کورونا،خوارځواکي، شری او اسهالات هغه ناروغۍ دي،چې د افغانستان روغتیا سکتور ګواښي. روغتیا سازمان ژمن دی،چې د افغانستان خلکو لپاره به خپلو ژوند ژغورونکو هڅو ته دوام ورکوي.»
یاد کنفرانس کې د یونیسف استازي بیا ویلي،که څه هم په وروستیو کلونو کې ځینې پرمختګونه شوي،خو لا هم هر کال زرګونه ښځې د داسې نارغیو له امله مري،چې د درملنې وړ دي.
جیورج ادجي د افغان ماشومانو په اړه هم اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
ادجي زیاته کړې:«موږ باید د افغانستان ښځو او ماشومانو لپاره روغتیایي او تغذیوي سیسټم پیاوړی کړو. هر کال زرګونه ماشومان د درملنې وړ ناروغیو له امله مړه کیږي. د ماشومانو برخه کې زموږ د متحدینو اقدامات د ستایلو دي،خو لا هم د ماشومانو روغتیا او تغذیې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده.»
د افغانستان په تړاو د دې کنفرانس په ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي،که نړېوال همدا اوس لاس پر کار نه شي ښایي،د افغانستان روغتیا برخې تیرې شل کلنې لاسته راوړنې هم له لاسه لاړې شي.
د مالوماتو له مخې،په افغانستان کې ۲۵ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړمن دي، په داسې حال کې چې څه باندې ۱۸میلیونه نور بیا بېړنیو درمنلو ته اړتیا لري.