د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پترولیم وزارت یو پلاوی پکتیکا ولایت ته تللی او هلته یې د درېیو کانونو سروې پشپړه کړې،چې په نږدې راتلونکي کې به یې د کېندنې چارې پیل شي.
د پکتیکا ولایت کانونو او پترولیم ریاست ویلي،د مرکز ښرنې د سپن څک د مرمرو او ډبرو سکرو، د سر حوضې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ډبرو سکرو او د خیرکوټ په ژیړه خوا سیمه کې د ډبرو سکرو کانونو سروې بشپړې شوې دي.
د پکتیکا د کانونو مشر نظر ګل صیاد وايي، که په یاد ولایت کې پر شته کانونو کار وشي، نو زیاتو خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.