Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو نه پیل پر کوردننه او بهر پراخ غبرګونونه راپورته کړي 

admin by admin
2022/03/23

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا  متحده ایالتو ځانګړې استازې رینا امیري، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼو نورو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو نه پيل کېدو له امله  غبرګونونه ښودلي دي. 

دوی پرته له ځنډه د نجونو ښوونځیو بیا پیل غوښتنه کړې ده .

پخوانی ولسمشر حامد کرزو وايي، د افغانستان پر ځان بسیا کېدو او پرمختګ دروازې دې نه تړل کېږي.

هغه پر خپله فېسبوپاڼه لیکلي:« د اسلامي  امارت  له سرپرست حکومته غواړي،ترڅو د یو مترقي او سیال افغانستان لپاره،چې د ټولو افغانانو هیله ده،د نجونو د تعلیم لاره پرانیستلې وساتي او پرې نږدي چې د هغو پرديو طرحه تطبیق شي، چې  له تعلیم بې برخې، محتاج او ترلاس لاندې افغانستان غواړي.»

د افغان ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړې استازې رینا امیري بیا  پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د نجونو پر مخ د لېسې ښوونځیو تړل کېدل نه یوازې د ا.ا د ژمنو ضعف ښيي، بلکې د کورنیو هیلې چې د خپلو لوڼو لپاره یې لري، له منځه وړي دي. 

بل پلو د جرمني سفیر مارکوس پوتزل د افغان نجونو له شپږم ټولګي پورته د ښوونځي تړل کېدو په اړه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:« دا نه یوازې پر هغو نجونو،چې غواړي زده کړې وکړي او راتلونکی یې جوړ کړي، یو ګوزار دی؛ بلکې د ا.ا د مخکېنیو څرګندونو سره هم ټکر عمل دی.»

اسلامي امارت اعلان کړی و،چې نن به په تول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي پيل شي .

نن سهار ګڼ شمېر نجونې له اوږده ځنډ وروسته ښوونځیو ته ورغلې،خو د ننوتلو اجازه یې نه درلوده.

په ټولنیزو رسنیو کې هغې ویډیو خلک خواشیني کړي،چې یوه زده کوونکې ښوونځي ته د نه پرېښودو له امله ژاړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist