د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ مسوولین وایي،په راتلونکو دوو اونیو کې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړوي.
د دغه کنفرانس موخه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو زیاتېدل ښودل شوي،ترڅو دغه هېواد کې د روان ناورین مخنیوی وشي.
ملګري ملتونه وایي، دغه کنفرانس به د روانې مارچ میاشتې په یودېرشمه نېټه په لندن او قطر کې جوړېږي،چې په کې به د نړیوالو مرستندویه بنسټونو، ادارو او ګڼو هېوادونو استازي ګډون وکړي.
یاد سازمان تر دې وړاندې هم له نړیوالو غوښتي ول،چې په افغانستان کې د روان بشري ناورین د مهار کولو په برخه کې مرسته وکړي.