د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونېسف یو ځل بیا د افغان ماشومانو خوارځوکۍ په اړه اندېښنه وښودله.
یونېسف د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۸ مه» پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، له هرو دوو افغان ماشومانو یو یې پر خوارځواکۍ اخته دی.
یونېسف زیاته کړې، چې افغانستان کې د بشري بحران په زیاتیدو اړمنو ماشومانو او کورنیو ته رسېدنه زیاته شوې ده.
یونیسف په ټینګار ویلي، دوی افغانستان کې د هغو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي ،چې پر خوارځواکۍ اخته دي.
ملګرو ملتونو په عین حال کې دا هم ویلي، چې دوی په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره یې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي
د ملګرو ملتونو د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، دوی هڅه کوي په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې پر خوارځواکۍ د اخته یو اشاریه یو میلیون ماشومانو درملنه وکړي.