Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا د افغانستان بانکي او مالیي حسابونو د اسانتیاوو لپاره شلمه ګڼه  جواز صادر کړ

admin by admin
2022/02/27

 د امریکا متحده ایالتو خزانې وزارت د افغانستان بانکي او مالیي  حسابونو اسانتیاوو لپاره شلمه ګڼه جواز صادر کړ. 

د دې جواز له مخې د افغانستان سوداګر کولای شي، د بهرنیو هېوادونو بانکونو ته پیسې واستوي او یا هم له بهرنیو بانکونو سره  بانکي معاملې تر سره کړي. 

خزانې وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،د نوي جواز له مخې، مالي بنسټونه، نا دولتي موسسې،نړيوال بنسټونه او د خصوصي سکتور شرکتونه کولاى شي،په پراخو سوداګريزو راکړو ورکړو او فعاليتونو کې برخه واخلي.

په  خبرپاڼه کې ویل شوي،دغه شرکتونه او بنسټونه باید د امریکا له بندیزونو سره سم عمل وکړي.

د خزانې وزارت ویلي، شرکتونه او ادارې د اسلامي امارت له حکومت سره سوداګرۍ کولی شي، خو زیاتوي،چې د اسلامي امارت پروړاندې بندیزونه په خپل ځای پاتې دي.

دا جواز د خصوصي شرکتونو او مرستندویه موسسو فعالیتونه اسانه کوي چې د دولتي ادارو سره کار کوي

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره به له افغانانو همکارۍ ته دوام ورکړي.

اخوا د افغانستان بانک بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره  د امریکا متحدو ایالتونو د خزانې وزارت له دې جوازه هرکلی کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist