د سیاسي چارو شنونکی فرهاد اکبري شنونکی وايي:«ازبکستان د سیمي پر کچه اقتصادي سیاست ځانته غوره کړی دی،ځکه د سیمي نور هېوادونه لکه پاکستان، ایران خپل سیاست مخکې وړي او ازبکستان هڅې کوي،چې د سیمي له هېوادونو د خپل اقتصادي سیاسته مخکي ولاړشي.»
د اقتصادي چارو شنونکي بیا وايي، افغانستان له ازبکستان سره ښیې اقتصادي اړیکي لري او اوسنیو شرایطو کي افغانستان په بد اقتصادي حالت کي قرار لري او د سیمي د هېوادونو همکاري اړینه ده.
د اقتصادي چارو شنونکی سخي پیمان وايي:« د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال سفر په سیاسي او اقتصادي برخه کي زیات مهم دی،ځکه موږ ورسره اقتصادي پراخې اړیکې لرو اود افغانستان ستر تجارتي ملګری دی.»
د ازبکستان لومړي وزیر مرستیال عمرزاکوف د رئیس الوزرا ملا حسن اخوند ترڅنګ د رئیس الوزرا له لومړي مرستیال او د کابینې له یوشمېر سرپرست وزیرانو سره هم کتلي دي.