د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د سه شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د کب پر ۳ مه» کابل کې د ازبکستان لومړي وزیر له مرستیال سردار عمرزاکوف او مل پلاوي سره کتنه کړې.
په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مهمو اقتصادي او ترانزیټي پروژو پر تطبیق خبرې وشوې.
د اسلامي امارت رئیس الوزرا ازبکستان د افغانستان دوست هېواد وباله او هېله یې څرګنده کړه،چې پر شته ستونزو برلاسي او پر ګډه د سیمه ییزو پروژو د تطبیق په برخه کې هڅې وکړي.
په دې کتنه کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي،افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال مهمه برخه ده او د دواړو هېوادونو اړوند ادارې به د ګډو پروژو د تطبیق او په بېلابېلو برخو کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره عملي ګامونه واخلي.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي،د اسلامي امارت نوې پالیسي اقتصاد محوره ده او غواړي،چې افغانستان د اقتصادي همکاریو او سیمه ییز اتصال پر مرکز بدل شي.