Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

قطر کې له اروپايي ټولنې خلیج هېوادونو او امریکا سرره د اسلامي امارت مذاکرات پای ته ورسېدل

admin by admin
2022/02/17

قطر ته د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي پر مشرۍ د طالب پلاوي پنځه ورځينی رسمي سفر پاېته ورسېد.

اسلامي امارت پلاوي په دوحه کې د کوربه هېواد له چارواکو سربېره د خلیج هېوادونو، اروپايي ټولنې او امریکايي استازو سره په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې او بحثونه وکړل.

د قطر غونډه کې د افغانستان د هوايي ډګرونو مدیریت، افغانانو ته د بشري مرستو رسولو کې د اسانتیا رامنځته کولو، د افغانستان شتمنۍ په اړه د امریکا وروستي دریځ پرسر په ګڼو نورو مهمو مسایلو هم بحثونه شوي دي.

په  دوحه کې د اسلامي امارت دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ ووايي، خبرې بریالۍ دي او هڅه کوي، نړیوالو سره ستونزې د خبرو اترو په چوکاټ کې حل کړي.

وردګ زیاته کړه:« هدف دا ده،چې ستونزې څنګه اوارې شي،څنګه تفاهم ته سره رسېدی شو. موږ بار بار دا خبره کړې ده،امریکا او نورو هېوادونو ته په مجالسو کې بیا یې هم کوو،چې زور او فشار پایله نه لري.ښه خبره دا ده،چې تفاهم ولرو،د فشار پایله لنډمهالې وي.» 

ټاکل شوې وه،چې قطر ته د اسلامي امارت دغه پلاوی ترکیې ته لاړ شي،خو وردګ وایي،په دې اړه د اوس لپاره څه نه شته،خو مختلفو هېوادونو سره په اړیکه کې دي،چې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي. 

وردګ زیاته کړه:« مختلفو هېوادونو سره په اړیکه کې یو،چې وخت په وخت به سفرونه زیاتیږي، دا په حقیقت کې د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت لېوالتیا ښیي،چې غواړي د ناستو پاستو له لارې ستونزې حل شي او دې سره نږدې والی راځي.» 

کارپوهان وایي، د سفرونو پایله اوس مهال نه شي څرګندېدای،خو باور لري،چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ نږدې والی لیدل،له پخوا ډېر شوی او د دې ډول ناستو دوام کولای شي،افغانستان کې بشري او سیاسي کړکېچ راکم او دا هېواد له نړیوالې اوږدې انزوا وباسي.

په قطر کې افغانستان سره د بشري مرستو، تعلیم، د هوایي ډګرونو د ساتنې او مدیریت او همداراز د امریکايي ولسمشر جوبایډن په فرمان خبرې شوي،چې غواړي د یوه فرمان له لارې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ څخه درې ‌نیم میلیارده یې د سیپټمبر یوولسمې پېښې قربانیانو او پاتې نورې د ملګرو ملتونو په واک کې ورکړي،،هغه څه چې یو شمېر هېوادونو، نړیوالو سازمانونو، افغان حکومت او عام ولس یې غندنه کړې او دغه پیسې چې د افغانستان بانک پشتیبانه ده،یرغمل یې ښکاره غلا بلل کېږي.

خبریال:  ذبیح‌الله خورشیدي

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist