Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پلټنې عالي اداره: د نږد ې ۶۰ دولتي ادارو په اړه پلټنې روانې دي

admin by admin
2022/02/08

د دولتي ادارو د پلټنې عالي ادارې د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۱۸ مه» کابل کې له رسنیو سره په لومړنۍ ناسته کې خپلې لاسته راوړنې، راتلوونکي پلانونه او  ستونزې شریکې کړې.

د یادې ادارې مالي او اداري مرستیال نجیب الرحمن رحماني وايي،اوس مهال يوازې د کابل په ۵۹ دولتي ادارو کې پلټنه دوام لري او تر څېړنې وروسته به يې پايلې له رسنیو سره شريکې کړي.

رحماني زیاته کړه:« ټولو خلکو يو تشویش درلود،چې ښايي ټولې دولتي ادارې زيانمنې شي،خو بيا هم د پلټنې ادارې دا وکړی شول،چې خپلې پلټنې تر سره کړي،تر څو تاسو ټول باوري اوسئ،چې دولتي ادارې به نه متاثره کېږي. الحمدالله همدا اوس ۵۹ دولتي ادارې تر څېړنې لاندې دي.»

د پلټنې عالي ادارې ستر سلاکار فضل الله نظامي بیا وايي، پر ټولو دولتي ادارو څار لري او په تېرو څو میاشتو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

نظامي زیاتوي:« اداراتو کې د نغدو پیسو او نورو برخو په اړه چې موږ کوم مالومات راټول کړي،هغه به نږدې وخت کې شريک کړو. زموږ پلټنه په ټولو دولتي ادارو کې ده، د ظرفيتونو د لوړلو له پاره مو سيمنارونه هم پلان کړي.»

د پلټنې عالي ادارې سرپرست قدرت الله جمال بيا د کارکوونکو د زده کړو په موخه د هغه انسټيټوټ د فعالیت خبره وکړ،چې څه وخت وړاندې د ځينو ستونزو له امله بند شوی و.

د جمال په خبره، دغه انسټیټوټ کې به د کادرونو د ظرفيتونو لوړولو له پاره په ښه معيار تدريسي چارې پيل کړي.

جمال زیاته کړه:« د ادارې د کارکوونکو د وړتياوو لپاره چې په مسلک کې وړتيا پيدا کړي، زموږ مفتشين ښه وروزل شي، د هغوی له پاره انستیټوت ترتیب شوی و، انستیتوت جوړ و،هغه موږ بيا شروع کړ، تر څو د عالي ادارې پلټونکي ښه وروزل شي او ښه کار تر سره کړي.»

د دغې ادارې د مالوماتو له مخې،تر اوسه پورې  يې په روان ۱۴۰۰ کال کې ۳۰۰ دولتي ادارې پلټلي، عملاً ۵۹ تر څېړنې لاندې دي او په پام کې ده،چې راتلوونکی کال به ۲۰۰ نورې دولتي ادارې په بېلا بېلو برخو کې وپلټي او پایلې به يې له ولس سره شريکي کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist