په راپور کې ادعا شوې،چې دا لیده کاته د تیرکال اکتوبر میاشت کې شوي،خو دا چې د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی د طالبانو د کومې کچې مشرانو سره لیدلي په اړه یې توضیحات نه دي ورکړل شوي.
امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو په دغه وړاندې شوي راپور کې همداراز راغلي دي،چې طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اقدامات نه دي کړي،بلکې وسله والې ډلې تر بل هر وخت په افغانستان کې له زیاتې ازادۍ برخمنې دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادعا ته اسلامي امارت تر اوسه پورې کوم رسمي ځواب نه دی ویلی،خو په بار بار یې ویلي، دوی د دوحې هوکړې ته ژمن دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي،چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.