د د روڼتیا نړیوالې ادارې د ۲۰۲۱ کال راپور پر اساس افغانستان په اداري فساد کې د نړۍ د اوو فاسدو دولتونو په کتار کې دی.
په راپور کې راغلي،افغانستان له فساد سره په مبارزه کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې په ۱۷۴ مقام کې ځای لري.
افغانستان په ۲۰۲۰ کې د دغه لست په ۱۶۵ مقام کې او په ۲۰۱۹ کې بیا په ۱۷۳ مقام کې ځای درلوده.
افغانستان په تېرې یوې لسیزې کې د فاسدو دولتونو د جدول په سر کې ځای درلوده،خو په وروستیو کلونو کې له فساد سره له یو لړ مبارزو وروسته د جدول له سره لږ راښکته شوی دی.
د افغانستان ګاونډیان ایران او تاجیکستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې په ۱۵۰، پاکستان او اوزبکستان په ۱۴۰ او ترکمنستان بیا په ۱۶۹ مقامونو کې دي.
دغو هېوادونو ته له ادارې فساد سره د مبارزې په حساب نومرې ورکړل شوې دي او پر همدې اساس په جدول کې یې ځایونه مشخص شوي دي.