Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې روغتیا نړیوال سازمان مشر: افغانستان د ګوزڼ خمتولو لپاره ډېر نږدې شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/20

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر ډیپينګ لو وایي، روان  ۲۰۲۲ زېږدیز کال په دغه هېواد کې د ګوزڼ له منځه وړلو لپاره تر ټولو  غوره کال دی او په پام کې لري،چې سږ کال د پولیو واکسین پنځه سراسري کمپاینونه ترسره کړي.

 ډاکټر لو وایي، افغانستان د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو ته  ډې نږدې شوی او اړتیا ده،چې دلته له پنځه کلونو کمر عمره هر ماشوم ته د پولیو واکسین دوه څاڅکي ولګول شي.

 ډاکټر لو زیاتوي:«موږ د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په راتګ سره په افغانستان کې د پولیو وېروس د له منځه وړلو لپاره تر ټولو ښه فرصت لرو.موږ دې هدف ته د رسیدو لپاره،  په ۲۰۲۲ کې د پولیو واکسین پنځه نور کمپاینونه هم په نظر کې لرو او دا مهمه ده،چې اوسنی حرکت همداسې جاري وساتو، تر څو د مثبتو پیښو بشپړ ختمولو ته، چې زموږ وروستی هدف دی، ځان ورسوو.» 

اخوا په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف مسوولینو ویلي، د ګوزڼ له منځه وړلو کې سیمه ییز واکسیناتوران تر ټولو مهمه ونډه لري او له مشرانو یې غوښتي،چې د هغوی د خوندیتوب لپاره دې هڅې چټکې کړي.

اخوا عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې یې د ۲۰۲۲ کال د پولیو واکسین لومړنی څلور ورځینی کمپاین پیل  شوی،چې د پنج شنبې پر ورځ به  پای ته ورسېږي.

اسلامي امارت له دې وړاندې ویلي وو،چې دا په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی،چې د ټول هېواد پر کچه به د ګوزڼ واکسین تطبیق کېږي،خو روغتیا وزارت اوس وایي چې په دایکندي، بامیان او غور کې د واورو له امله د دې اوونۍ کمپاین نه تطبییق کېږي. 

د یاد وزارت ویاند عبدالرحمان زیرک وايي:« د ۲۰۲۲ کال  لپاره د پولیو کمپاین لومړی دوره د دوشنبې پر ورځ پیل شوه. دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي. ټاکل شوې ده،په دې کمپاین کې په ۳۱ ولایتونو کې  ۹.۵ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کالونو کم وي، واکسین شي. درې ولایتونه غور، دایکندي او بامیان په دې کمپاین کې د واورې اورېدو  او سړې هوا له امله  شامل نه دي.» 

د مالوماتو له مخې، تېر کال په افغانستان کې د پولیو تر ټولو کمې څلور مثبتې پېښې ثبت شوې وې،چې یوه یې په غزني او درې نورې یې په کندز ولایت کې وې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist