• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ته د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف سفر وځنډید

admin by admin
2022/01/19

ټاکل شوې وه،چې د سه شنبې په ورځ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف پر مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی په دوه ورځیني رسمي سفر له افغان لوري سره د بحث او خبرو لپاره کابل ته راشي،خو دغه سفر ځنډېدلی دی.

په اسلام اباد کې ځینو سرچینو د دغه پلاوي د سفر ځنډ لامل د هوا خرابوالی یاد کړی،خو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې وايي،کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر ښايي د اقتصادي کنفرانس د جوړېدو له امله ځنډول شوی وي،چې کابل کې جوړېدونکی دی.

 دپاکستاني پلاوي دسفر موخه د دواړوهېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو پراختیا،دوه اړخېزه سوداګري په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو حل، بشري مرستې او همدا راز د ډیورنډ فضي کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني سرتېرو ترمنځ پر رامنځته شویو وروستیو لانجو بحث او خبرې ښودل شوې ده.

د اسلامي امارت مرستیال بلال کریمي وايي:« ټاکل شوې ده،چې د پاکستان هېواد یو پلاوی دلته راشي او په بېلابېلو موضوعاتو باندې لکه د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او ډیپلوماتیک روابط دي، دوه اړخېز ه تجارت دی. هلته د افغان مهاجرینو ستونزې دي،بشري مرستې دي او د صفري نقاطو کې ځینې واړه برخوردونه پیښ شوي،همدې په مورد به دواړه لوري بحثونه کوي.» 

 د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا وايي،د اسلامي امارت ځواکونو له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې، د پاکستان له لوري د لګول شوي ازغن تار لرې کولو،اسلام اباد اندیښمن کړی او اوس غواړي،چې دغه موضوع له افغان چارواکو سره له نږدې مطرح کړي. 

د مشرانو جرګې دفاعي کمېټې پخوانی مشر هاشم الکوزی وايي:« د ډيورنډ پرکرښه چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت سرتیرو قهرمانانو او د افغانستان اصلي بچیانو سخته مبارزه وکړه او د دوی هغه اغزن تار،چې د افغانستان پر  خاوره باندې یې دوه خواوې پښتانه سره ویشي، لرې یې کړ او ورخراب یې کړ. په دې هکله به خامخا دوی،خفه شوي وي. اوس به د اسلامي امارت له چارواکو سره  پرې خبرې وکړي.» 

ډیورند فرضي کرښه د کابل اواسلام اباد ترمنځ لانجمنه حقوقي مسله ده،چې د پاکستان له تاسیسه تر اوسه پورې دغه هېواد اندیښنه لري،که افغانستان کې مقتدر او ځواکمن نظام او دولت رامنځ ته شي،نو ښايي افغان ولس د ډیورند کرښې هاغاړه ترې اخېستل شوې خاوره بېرته واخلي.

اسلامي ‌امارت د یاد پلاوي له راتګ وړاندې ویلي،چې پر ډیورنډ کرښې د بحثونو او پرېکړې صلاحیت ولس لري او دا د دولتونو له صلاحیتونو پورته موضوع ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist