د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله په یوه ویډیويي وینا د سعودي عربستان کې پاچا سلمان بن عبدالعزیز د داعش ایډیالوژۍ پر خپرولو تورن کړ.
نصر الله وايي،سعودي عربستان دغه مفکوره تر عراق او سوریې رسولې ده او خلک یې پرې وژلي دي.
هغه دا هم وویل، پاچا سلمان زرګونه سعودي ځوانان عراق ته واستول،چې هلته موټر بم بریدونه وکړي.
د حزب الله ډلې مشر دغه خبرې د هغو خبرو په ځواب کړي،چې وړاندې پر سعودي عربستان د ایران ملاتړ تورون ولګول.
حسن نصر الله وویل، ترهګر هغوی دي چې په یمن کې یې زرګونه کسان وژلي او د امریکا په اشاره یې منځنی ختیځ نا امنه کړی دی.