Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا کې ګڼ افغان کډوال پنډغالو کې له ستونزو سره مخ دي 

admin by admin
2022/01/04

د څو میاشتو په تېریدو سره امریکا ته رسیدلي ګڼ شمیر افغان کډوال وايي، تر اوسه پورې له پنډغالو نه دي وتلي او  له ګڼو ستونزو لاس او ګریوان دي. 

پنډغالو کې د میشتو کډوالو ترمنځ ښځې، ماشومان او د پاخه عمر لروونکي همدي،چې هلته پاتې کیدل ورته ډېر ګران تمامیږي.

افغان خبریال الیاس منصور وايي:« په پنډغالو کې طبعآ چې شرایط ډېر سخت وي، په ځانګړي ډول د مشرانو لپاره، ښځو او ماشومانو لپاره. امریکا د ټولو راغلو کډوالو لپاره لنډمهاله اقامه ورکوي،خو د ډېرو کډوالو اندیښنه د راتلونکي په تړاو ده،ځکه د هغوی لپاره د راتلونکو په مورد کې اوس هم ابهامات او اندیښنې شته دی.» 

بل لور ته هغه کډوال چې له پنډغالو بهر دي او د اوسېدو ځایونه ورکړل شوي هم له قانوني مراحلو شکایت کوي،ځکه بشپړ اسناد او مناسب حقوق نه دي ورکړل شوي.

افغان خبریال  ذبیح الله غازي وايي:« دوه ستونزې دي،یو هغه کسان چې د درې څلور میاشتو په تېریدو سره اوس هم په پنډغالو کې دي او د ژمي له را رسېدو سره هم له پنډغالو نه دي اېستل شوي. بل هغه کسان چې را رسیدلي دي، انتخاب شویو ځایونو ته تللي دي. هغوی له قانوني مراحلو شکایت کوي،ځکه سوشل سېکیوریټي په څېر اسناد نه دي ورکړل شوي.»

امریکا کې افغان کډوال صدیق الله رشتین بیا وايي،بله ستره ستونزه،چې افغان کډوال ورسره په امریکا کې مخ دي، د امریکايي کلتور سره ځان اشنا کول او د انګلیسي ژبې ستونزه ده،چې ډېری تللي افغانان پرې نه پوهېږي.

رشتین زیاته کړه:« دا سخته ده،چې په نوي ښار او نوي هېواد کې یو څوک نوی ژوند پیل کړي. زموږ او د دوی د هېوادونو ترمنځ توپیرونه ډېر زیات دي، د بېلګې په توګه،د ژبې زده کړه، کلتوري او مذهبي توپیرونه او ژوند لارې چارې.» 

خو هغه امریکايي خیریه بنسټونه،چې د کډوالو لپاره د پوښاک او خوراکي توکي راټولوي او مرسته ورسره کوي، وايي، افغان کډوال نه پریږدي،چې د کمۍ او یوازیتوب احساس وکړي.

امریکا کې له افغان کډوالو سره مرسته کوونکې میري وایټهېل  وايي:« زموږ د کورنیو  او زموږ ټوله هڅه همدا ده،چې افغان کډوال په هېڅ ډول دلته ځانونه یوازې احساس نه کړي.»

تېره اوونۍ سي.این.این هم داسې راپور خپور کړی و،چې شااوخوا ۱۵۰۰ ماشومان چې د تخلیې په بهیر کې امریکا ته رسیدلي، کورنۍ او پلار او مور یې دلته پاتې دي او پرته له دې چې د کور کوم غړی ورسره وي، په پنډغالو کې اوسي.

امریکا د تخلیې پروسه کې شااوخوا ۱۲۴ زره  افغانان چې ډېری هغو یې قانوني اسناد او مدارک لرل،د اګست په وروستیو پنځلس ورځو کې له افغانستانه په پوځي الوتکو کې انتقال کړل،چې زرګونه تنه یې اوس هم  بې برخلیکه د امریکا پوځي پنډغالو کې اوسېږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist