دوی وايي، پوله ساتي ځواکونو به د پاکستاني ځواکونو د بې ځایه تحرکاتو مخه نیسي او دغه راز به د هغو وسله والو مخه هم نیسي،چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ورانکاره فعالیتونه لپاره راځي.
د مسوولینو په خبره، اسلامي امارت هیچاته د نورو پر ضد د افغان خاورې کارولو اجازه نه ورکوي او دغه راز به هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړي،چې پر افغان خاوره تیری وکړي او یا خپل اهداف وپلټي.
هغوی ویلي، له ګاونډیو هېوادونو سره نږدې او دوستانه اړیکې غواړي،خو د هېواد په کورنیو چارو کې د چا لاسوهنه نه شي زغملی.
دوی ګواښ کړی، که له کوم هېواده افغانستان ته ګواښ متوجه شي، دوی به یې هم پر وړاندې جدي عکس العمل وښیي او پښېمانه به یې کړي.