د مالیې وزارت دغه پلاوی چې مشري یې د عوایدو ریاست د څېړنو مشر کوي، د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۸ مه» پاکستان ته رسېدلی او تر جمعې په هلته وي.
ماليې وزارت ویلي، تللی افغان پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره دافغان سوداګرو ستونزو په حل خبرې وکړي.
د چارواکو په وینا،د افغان سوداګرو یوه ستونزه دا ده،چې څو ځلې مالیه ترې اخېستل کېږي او خبرې به په دې وشي،چې یوازې یوځل مالیه ورکړي.
له دې وړاندې د متحده عرب اماراتو، ایران، ترکیې او هندوستان هېوادونو له چارواکو سره هم په ورته ستونزو خبرې شوي دي.
افغان سوداګر تل نیوکه کوي،چې ګنې په یو شمېر هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
تراوسه پورې د یادو هېوادونو چارواکو د ستونزو حل په برخه کې ډاډ نه دی ورکړی.