د روسیې بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو مشر پیټر ایلیچف ویلي،امریکا باید افغانستان ته د مرستو پر لېږد بندیزونه لرې کړي او دا مسله دې نه سیاسي کوي.
ایلیچف ریانووستي اژانس ته ویلي، امریکا او ملګري یې باید د افغانستان کنګل کړې شتمني خوشې کړي،ځکه په خبره یې دا مهال افغانستان یادې شتمني ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې،چې روسیې له نورو هېوادونو سره یو ځای د افغانستان د مالي سرچینو د ازادېدو هڅې پیل کړي او تمه یې ښودلې،چې دا هڅې به مثبته پایله ورکړي.