کورنیو چارو وزارت وايي،نن غرمه مهال یو بریدګر،چې غوښتل يې پاسپورټ ریاست ته ننوځِي،د پاسپورټ ریاست د نظامي پرسونل له لورې په نښه او ووژل شو.
یاد وزارت وايي، پېښه کې یوازې بریدګر وژل شوی او نور چاته زیان نه دی رسېدلی.
ځينو سرچېنو بیا ویلي، برید پلي ځانمرګي کړی دی،خو کورنیو چارو وزارت بیا یوازې د بریدګر لفظ کارولی او په دې اړه یې ډیر جزئیات نه دي ورکړي.
د کابل د پاسپورت ریاست مخته داسې مهال د برید مخه نیول کېږي،چې د یاد ریاست د مالوماتو پر اساس نن پنجشنبه په دغه ریاست کې د اسلامي امارت سرتېرو او د هغوی د کورنیو غړو ته پاسپورتونه وېشل کېدل.
د یاد ریاست د مالوماتو پر اساس د هرې پنجشنبې په ورځو د اسلامي امارت سرتېرو او د هغوی کورنیو ته پاسپورتونه ورکول کېږي.