د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي،د اسلامي همکاریو سازمان ناستې پایلو ته خوشبینه دی او تمه لري،چې دغه ناسته به د افغان حکومت د نړیوال رسمیت او د کنګل شویو پیسو د بيرته خلاصیدو په برخه خپل اغېز ولري.
د یاد وزارت د اقتصاد مشر شفیع اعظم وايي، دغه ناسته کولی شي دافغانستان مالي او اقتصادي نظام له سقوط وژغوري.
اعظم زیاته کړه:« دا خپله یوه لویه لاسته راوړنه ده او لومړي سر کې زموږ د اقتصادي ستونزو د حل په مرحله کېیوه نړیواله اجماع رامنځ ته شي او دغه سازمان کولای شي، چې پر ملګروملتونو باندې د فشار یوه اله شي،چې افغان حکومت پر رسمیت وپیژني او خپله څوکۍ ورکړي او دافغانستان د کنګل شویو پیسو له خلاصیدو سره به هم مرسته وکړي. اقتصادي نظام به له سقوط وژغورل شي.»
د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو د سازمان له ناستې وروسته غوښتنې دا دي،چې د نړۍ اسلامي هېوادونه دې د افغانانو د خراب اقتصادي وضیعت د مخنیوي په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.
د پوهنتون استاد فیض ځلاند وايي، که اسلامي نړۍ د افغانستان د سیاسي بحران د حل په موخه پر ملګرو ملتونو فشار راوړي،کولای شي چې افغانستان د نړۍ له سیاسي انزوا وباسي.
ځلاند زیاته کړه:« اسلامي هېوادونو ته زیات مسوولیت متوجه دی،ځکه د افغانستان مسلمان ولس نن له هر چا زیات بشري مرستو ته اړتیا لري،پرمختیايي پروژو په برخه کې مرستو ته ضرورت لري. په ټوله کې اسلامي نړۍ باید پر نړیوالو فشار راوړي، ترهغې چې د افغانستان د سیاسي بحران په حل کې مرسته وکړي.»
شنونکي وايي، د اسلامي همکاریو له سازمان غوښتنه دا ده،چې یوازې ناستې او خبرې د افغانستان کړکېچ نه شي حل کولی،پرته له دې چې یاد سازمان د افغانستان اوسنی نظام پر رسمیت وپیژني.
شنونکی عزیز معارج وايي:« که چیرې د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه افغانستان پر رسمیت وپیژني،نو دا کار به مرسته وکړي،چې نوره نړۍ هم افغانستان پر رسمیت وپیژني او افغانانو سره اقتصادي مرستې وکړي.»