د افغانستان اسلامي امارت له غوښتنې سره سره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د چهار شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۱۰ مه» پرېکړه وکړه،چې په عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره طالبانو ته نه ورکول کېږي.
په دې ځانګړې کمېټه کېد امریکا، روسیې، چین، سویډن، بهاماس، بوټان، چیلي، نمیبا او سیري لیون هېوادونو استازي شامل وو.
راپورونه وایي، کمېټې دا نه دي ویلي،چې پر دې موضوع به بیا کله غور کوي.
باور دا دی،که دا څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړل شي، دا به د نړیوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو پر لوري لومړی او مهم ګام وي.