• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بلخ ښاروال: عواید مو د تېر پرتله  څو برابره زیات شوي 

admin by admin
2021/11/28

د بلخ  ولایت ښاروال مولوي قدرت الله طارق له شمشاد نيوز سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په تېرو شااوخوا درې مياشتو کې مزارشریف ښاروالۍ څه باندې ۴۰ مليونه عوايد تر لاسه کړي دي. 

طارق وايي، د عوايدو دغه شمېر د پخواني حکومت د وروستيو شپږو مياشتو له عوايدو څو برابره  زيات دی. 

طارق زیاته کړه:« په تېرو درې مياشتو کې موږ تقريبا ۴۰ مليونه عوايد تر لاسه کړي دي، ما چې کومه بررسي کړې، د تېر حکومت په وروستيو شپږو مياشتو کې دوه میليونه عوايد هم ښاروالۍ ته نه دي راغلي.»

ښاروال همدا راز وايي، د ښاروالۍ د عوايدو برخه کې يې د هغه فساد مخه نيولي،چې په ترڅ کې به يې د پخواني حکومت پر مهال د ښاروالۍ عوايد حيف او ميل کېدل او شخصي جېبونو ته به تلل. 

هغه زیاتوي:« ښاروالۍ ۷۲۸ غرفې چې پخوايي عوايد شخصي جيبونو ته تلل اوس د  ښاروالۍ په لاس کې دي، له هرې غرفې  به د پخواني حکومت پر مهال ۲۲۰۰ افغانۍ اخېستل کېدې او هغه هم شخصي جيبونو ته تللې او تر څنګ يې دغې غرفې سره له دې چې د ښاروالۍ مربوط وې د اشخاصو له خوا د پيسو په بدل کې لاس په لاس شوې وې، اوس مو مخه ورته نيولې او عوايد به يې ښاروالۍ ته راځي.»

په ورته وخت کې طارق وايي، د ښاريانو پر مشوره کار کوي،ترڅو د ښاروالۍ پوروړي خپل پورونه ورکړي. 

 طارق زیاته کړه:« د ښاروالۍ کوم قرضداران چې دي موږ هغوی ته وخت ورکوو،چې په بېلابېلو قسطونو کې خپل پورونه ښاروالۍ ته ورکړي. دوی سره مشوره کوو او د دوی په خوښه ورڅخه پور غواړو.»

اخوا  مزارشريف کې يو شمېر غرفه لرونکي د ښاروالۍ له وروستيو هڅو ملاتړ کوي او زياتوي،چې د پخواني حکومت پر مهال له دوی څخه اخېستل کېدونکي عوايد شخصي جيبونو ته تلل،خو اوس خوشاله دي،چې ياد عوايد د ښاروالۍ له خوا ټولېږي. 

مزارشريف کې غرفه لرونکی  ضياالح  وايي:« موږ اوس ډېر خوشاله يو، پخواني حکومت کې به چې له موږ ماليه اخېستل کېده،نو شخصي جيبونو ته تلله، اوس خوشاله يو،چې ماليه رانه اخلي،نو د دولت خزانې ته ځي. موږ يې هرکلی کوو.»

د مزارشريف ښاروال پر خلکو غږ کوي،چې خپل عوايد، ماليه او صفايي پر وخت ښاروالي ته وسپاري،ترڅو په دې ډول ملي عوايد په شفاف ډول راټول شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist