د کابل ښاروالۍ د ککړې هوا لاملونه بې کیفیته نفتي مواد، زاړه موټر، د ټیرونو، ذغالو او پلاستیکونو سوځول، د برېښنا او ګازو کمښت او بیو لوړوالی، د ځنګلونو نه شتون، د اجرائیوي اداراتو ترمنځ نه همغږي، د مسوولانو کمه پاملرنه، د رسنیو نه همکاري، د اوږدمهالي پلان نه شتون او داسې نور موارد په ګوته کوي.
د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حمدالله نعماني وايي:« ډېره خبره په دې جوړېږي،چې په خپله باهم ژوند کې یو له بله سره پوه شو،چې دا اوس موږ ته ګټه ده که تاوان، د ښاروالۍ هیئت به لاړ شي او مالوم فلټرونه ان په زور به یې هم پرې نصب کړي، خو دا په شپږ میلیوني کابل کې به کوم کور په کور ګرځي،خو ښه خبره دا ده،چې خپله هرکس لاس پر کار شي او دا هر اړخیز حق دی، د یوه مسلمان پر بل باندې.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« له فلترونه ګټه پورته کړئ او پر ځان یې لازم وګرځوئ. د چاپیریال ساتنې په موخه او دا یو الهي مسوولیت دی، که خدای مه کړه له دې امله څوک زیانمن کېږي.موږ او تاسې یې پر وړاندې مسوولیت لرو او که څوک له دې امله مړه کېږي، نو په قتل کې یې شریک یوو.»