افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو ويلي، زر ټنه بشري مرستې يي پر لاره ده او ژر به افغانستان ته راورسېږي.
وانګ یو ویلي، له افغانستان سره شاوخوا زر ټنه بشري مرسته کې پوډري شیدې، جامې، بوټان، کمپلې او نور ژمني توکي شامل دي.
د نوموړي په وینا، د ژمي په موسم کې له افغانانو سره د مرستې په موخه دغه بسته به ډېر ژر د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته راورسېږي.
د مالوماتو له مخې، چین د تېرې جولای میاشتې راهیسې له افغانستان سره شاوخوا ۲۶۰۰ ټنه بشري مرسته کړې او په دې بستو کې بېلا بېل اړین توکي شامل دي.