د روغتيا وزارت چارسمبالی وزیر قلندر عباد، چې د روغتيايي ستونزو د اروزني لپاره کندهار ته تللی، وایي له روغتيايي سکټور سره د نړيوالو د مرستو کموالي له ننګونو سره مخ کړي، خو په خبره یې د دغو ستونزو د هواري په لټه کې دي.
عباد زیاتوي:«له دې ټولو سره سره نړيوالو هم خپلې مرستې کمې کړي دي، د پخوا په پرتله د مرستو کچه ۹۵ سلنه کمه شوې ده، خو له دې ټولو سره سره موږ هڅه کوو، چې خلکو ته اړینې روغتیايي اسانتیاوې رامنځته کړو.»
عباد وايي، د نړیوالو له مرستو د کموالي ترڅنګ تېر حکومت زياتي ستونزي د روغتیا په سکټور کې ورته په مېراث پريښي دي.
عباد زیاته کړه: «ستونزې لويي دي، د دې ستونزو د حل لپاره تېرو شلو کلونو کې هېڅ اقدام نه دی شوی، بلکې په شعوري ډول ستونزې پرښودل شوي دي. موږ ته اوسنۍ ستونزې د تېر نظام له خوا په مېراث پرېښودل شوي دي.»
عباد وويل, د روغتيا په برخه کې د پخوا په شان دوی د ښځينه روغتياپالو ونډې ته اړتيا لري او په وینا یې ټولي ښځينه روغتيايي کارکوونکي دا مهال په عادي ډول خپلي دندې مخته وړي.
د کندهار اوسېدونکي وایي، اړتیا ده چې دولت په روغتيایي مرکزونو کې د درملو او روغتیایي کارکونکو د کمښت ستونزه ژر هواره کړي.
دکندهار ښار یو تن اوسېدونکی سيد اميد سعيدي وايي:« د اسلامي امارت له لورې هڅې پیل شوي، روغتیايي سکتور کې دې موجوده ستونزې حل کړي، موږ هڅې پیل کړي، چې روغتیايي مرکزونو کې د درملو د کمښت ستونزه هم حل کړو.»
د روغتيا چارسمبالي وزير قلند حماد له نړيوالې ټولني د مرستو د بيا پیل او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه هم وکړه.