د روسیې د امنیت شورا سلاکار نیکولای پیتروشیو ویلي، که اسلامي امارت روان وضعیت کنترول نه شي کړای، نو دغه هېواد به یو ځل بیا له کورنیو جګړو سره مخامخ شي.
پیتروشیو زیاته کړې، اوسمهال افغانستان نړیوال ملاتړ ته ډېره اړتیا لري او په خبره یې اسلامي امارت باید هڅه وکړي، چې تر هر څه لومړی د نړیوالو ملاتړ ترلاسه کړي.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي، که اسلامي امارت د روان کړکېچ لپاره د حل لارې په پیدا کولو کې ناکام شي، نو یو ستر ناورین به په افغانستان کې رامنځته شي.