اسلامي امارت د آلمان او نيدرلنډ هیوادونو د هغه اقدام هرکلی او ستاینه کړې، چې د تعلیم او روغتیا په برخو کې د ټولو نارینه او ښځینه کارمندانو معاشونه ورکوي.
د المان او نیدرلنډ هېوادونو استازو د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د اسلامي امارت له بېلا بېلو مسوولینو سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
د نورو موضوعاتو ترڅنګ د المان او نيدرلينډ هېوادونو ګډ هيئت ژمنه کړې، چې د ښوونکو او روغتیا برخې ښځینه او نارینه کارکوونکو معاشونه دوی ورکوي.
د مالوماتو له مخې، معاشونه به مستقيما د مامورينو بانکي حسابونو ته انتقال شي، ترڅو نور اضافي لګښت او ځنډ پرې رانه شي.
اسلامي امارت د یادو هېوادونو له دغې پرېکړې هرکلی او ستاینه کوي او ډاډ یې ورکړی، چې په شفاف ډول به د معاشاتو په رسولو کې مرسته او همکاري کوي.