د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي، داعش یو وخت په څو ولایتونو او کابل کې فعاله و، خو اوس نږدې په ټولو ولایتونو کې شته او ډېر فعال دي.
دیبورا لاینز افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو هغې غوندې ته، چې تېره شپه د کابل پر وخت شاوخوا دولس نیمې بجې پيل شوه ویلي، تېر کال داعش په افغانستان کې شپېته بریدونه کړي وو او سږ کال یې درې سوه شپږ دېرش بریدونه کړي دي.
دیبورا لاینز اسلامي امارت د داعش په مخنیوي کې پاتې بللی، خو روسیې بیا د داعش پر وړاندې د طالبانو مبارزه ستایلې ده.