د امر باالمعروف او نهي عن المنکر چارسمبالی وزیر شیخ محمد محمود د سه شبنې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۲۵ مه» بلخ کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ولايتي ادارې د فعالېدو په اړه یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال وویل،افغانان بايد خپل يووالی وساتي او د دښمنانو د دسيسو پر وړاندې دې ويښ واوسي.
د ناستې نورو ويناوالو هم له خلکو سره د حکومتي مسوولينو پر ښه چلن ټينګار وکړ.
د بلخ والي قدرت الله ابوحمزه وايي:« له شل کلنې مبارزې وروسته موږ دې هدف ته ورسېدو،چې زموږ په وطن کې اسلامي نظام قایم شوی، د اسلامي نظام رامنځته کېدل زموږ او ستاسې د زرګونه شهيدانو، معيوبينو، کونډو او يتيمانو ارمان وو.»
ديني عالم محمد اسحاق وايي:« غوره دا ده،چې الهي احکام تطبيق کړئ او د پلي کېدو اظهار يې په ښکلې او اسانه لهجه وکړئ، که خلک نېکې لارې ته تشويق نه شي او الهي احکام تطبيق نه شي دا بيا ښه نتيجه نه شي درلودای.»
د ناستې په پای کې د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزير په مزارشريف کې خپله ولايتي اداره فعاله کړه چې دمګړی شاوخوا ۲۰۰ ديني عالمان په تشکيل کې لري.