د بریتانیا د پوځ لوی درستیز جنرال نیک کارټر له اسوشیټیډپرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، افغانستان کې د شلو کلنو لاسته راوړنو د ساتلو او د ټول ګډونه حکومت جوړولو لپاره باید د افغانستان له نوو واکنمو سره تعامل وشي.
په دې وروستیو کې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو دا پتیېلې، چې باید له اسلامي امارت سره تعامل وشي.
همدا تېره اونۍ د امریکا متحدو ایالتونو له قطر سره داسې سند لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په کابل کې د قطر سفارت د امریکا د ګټو ساتنه هم کوي.
تردې وړاندې اروپايي ټولنې هم له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره کابل ته د خپلې سیاسي استازولۍ د رالېږلو پرېکړه کړې وه.
د دې ترڅنګ همدا اوس د ایران، پاکستان، روسیې او چین په ګډون د ګڼو هېوادونو سفارتونه په کابل کې پاتې دي او خپلې ورځنۍ چارې سمبالوي.