نړیوالې ټولنې د افغانستان نوي حکومت د رسمیت پيژندو لپاره پر اسلامي امارت یو لړ شرطونه ایښي،چې تر اوسه يې په کې کوم بدلون او کموالی نه دی راوستی، د ښځو او بشري حقونو ته درناوی، ټولشموله حکومت، ترهګرو ډلو ته په خپله خاوره کې ځای نه ورکول او داسې نور هغه شرطونه دي،چې وړاندې شوي دي.
یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي،چې نړیوالو ته د ښځو او بشر حقوقو مسله نوره سیاسي شوې او غواړي له اسلامي امارت سره په یو شمېر لویو مسایلو خبرې وکړي او تضمینونه ترلاسه کړي.
دوی ټینګار کوي،چې اسلامي امارت دې بهرنیو ته بهانې په لاس نه ورکوي او هغه غوښتنې دې ومني،چې ملي ګټې او اسلامي ارزښتونه په کې خوندي وي.
شنونکی عبدالحی قانت وايي:« نړیوال په ځینو نورو مسایلو،چې دلته شته غواړي،له طالبانو سره په لویو مسایلو خبرې وکړي او تضمینونه غواړي. نړیوال فکر نه کوم،چې نوي حکومت سره تعامل وکړي. او دا چې هغوی لپآره څه پلمه پاتې نه وي،نوی حکومت دا مسولیت لري،هغه څه چې نړیوال غواړي او زموږ ملي ګټې تر پښو لاندې نه کوي او ټولنې ته ضرر نه لري د اسلام مخالف نه وي، دا حقوق زموږ ټولنه کې عملي شي.»
اسلامي امارت هم د نړیوالو پرر وړاندې یو کلک دریځ خپل کړی دی. ځینې شنونکي اسلامي امارت تورنوي،چې حکومت یې په انحصار کې نیولی او د نړیوالو غوښتنې یې له پامه غورځولي دي.
شنونکی ویس ناصري وايي:« طالبانو د نړیوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه ده ویلی،نو ځکه په سیمه او نړۍ کې په رسمیت نه دي پېژندل شوي، اند د هغوی له لوري چې د دوی ملاتړي دي. طالبان په انحصارګرۍ سره اوس منزوي دي.»
نږدې درې میاشتې پوره کېږي،چې اسلاميامارت په افغانستان بشپړه واکمني لري،خو تر اوسه پورې د سیمې او نړۍ یوه هېواد هم په رسمیت نه دي پيژندلي.