په کابل ښار کې یو شمېر قصابان وايي، اوس یې هغه پېرېدونکي نه شته دی،چې د اوونۍ کې به یې یو ځل له دوی غوښه اخېستله.
یو تن قصاب وايي:« یو خوسکی حلالوو، دوه درې ورځو کې یې غوښه پلورل کېږي. د وزې او پسه غوښې پلور دومره نه شته دی. کار نه شته،غریبي نه شته، خلک پيسې له کومه کړي،چې غوښه پرې واخلي.»
قصبانو ته اوس هغه خلک راځي،چې یا مېمله ولري او یا اقتصادي وضیعت یې لږ ښه وي.
قصبان وايي،د خلکو روزګار ورځ تر بلې د خرابیدو لور ته روان دی او ښاریان وس نه لري،غوښه واخلي.
یو تن قصاب وايي:« له شااوخوا درې میاشتو راهېسې چې اسلامي امارت واکمن شوی، پلور مو کم شوی دی. د تېرو ورځو پرتله مو پلور کم شوی دی. بېکاري ده، خلک د غوښې اخېستلو توان نه لري. وړاندې مو د ورځې شااوخوا ۵۰ زره یا ۶۰ زره افغانیو غوښه پلورله،خو اوس ۳۰ زره یا ۲۵ زره افغانۍ پلور لرو. »
یو شمېر داسې خلک هم پیدا کېږي،چې د کورنۍ لپاره یې د یوه کال په تېریدو سره غوښه نه ده وړې.
ښاریان وايي،اندېښمن دي،چې د درې وخته ډوډۍ یې په یوه وخت بدله نه شي او له اسلامي امارته غواړي، چې دا وضیعت دې نور مهار کړي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« هره ورځ د کار لپاره ځو،خو کار نه شته دی. بیې خورا لوړې دي.غوښه خو پرېږده، ان اوړو اخېستلو ته حیران یم. که کاروبار ښه وي، خلک به غوښه واخلي،که نه، په څه شي یې واخلي. ټول خلک غواړي، چې خلکو ماشومانو ته یو څه واخلي،خو پيسې نه وي، په څه شي به یې واخلي. افغانستان کې بیې ډېرې لوړې دي. د بې وزله کسانو وس نه کېږي،چې یو څه واخلي.»
تمه وه،چې د جګړې له پای ته رسیدو سره کاري فرصتونه زیات او خلک به ارامه ژوند وکړي،خو اوس د ډېری افغانانو اقتصاد کچه ټيتېږي او یا نور هېوادونو ته ګډه کېږي.