د ښاروالۍ مسوولین وايي، ياد سړک چې ۹۵۰ متره اوږدوالی او لس نيم متره پرخوالی لري، زر به يې پاتې کارونه تر سره او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د کابل ښاروالۍ غړی عبدالقيوم عمران وايي: «د خوشبختۍ ځای دی، د کابل ښاريانو له پاره چې له لنډې دمې وروسته د سړک جوړونې، زيربنايي او کانال جوړونې چارې بيا پيل شوې. خوښ يو چې د ښاروالۍ له مقامه مو هدايت تر لاسه کړل او کارونه یې پيل شول.»
د سړک د بيارغولو دا چارې چې د کابل ښاروالۍ له داخلي عوايدو يې تمويل کیږي، شااوخوا يو کيلو متر اوږدوالی او لس نيم متره پراخوالی لري.
مسوولین وايي، په دولسمه حوزه د ښاروالۍ له لورې د کوڅو پخولو چارې هم پيل شوي دي.
اخوا د سړکونو او کوڅو د پاتې انکاشفي کارونو بشپړاوي له پاره ښاريان خوښ دي او لا په دې برخه کې د فعاليت غوښتنه کوي.
د کابل دولسمې حوزې یو تن اوسېدونکی وايي: «اوس خوشاله په دې يواو هېله هم لرو، چې دا سړک پوخ شي، د خلکو له پاره به هم سهولت وي، د ډريورانو له پاره هم او د هغه خلکو له پاره هم چې کار کوي، اوس مهال خوشاله يم او هېله من يم چې پخير افتتاح شي.»