د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوحه کې د افغانستان لپاره د امريکا د ماموریت مسوول ایین مکېري او ورسره اوه کسیزه پلاوي د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزیر مولوي اميرخان متقي سره وکتل.
مجاهد ویلي، دواړو خواوو د تېرو مجلسونو په تعقیب د افغانستان او امريکا ترمنځ د اړيکو او اړونده موضوعاتو په اړه ژورې خبرې کړي او د يو بل نظریات یې اورېدلي دي.
بل پلو تېره ورځ مولوي اميرخان متقي او ملګري پلاوي يې په دوحه کې د جرمني، جاپان، نيدرلنډ او ناروې له استازو او سفیرانو سره په جلا جلا توګه هم کتلي دي.
په دغه کتنه کې افغان پلاوي له ټولو سره د افغانستان پر روانو، سياسي او اقتصادي موضوعاتو بحث کړی، د اسلامي امارت دريځ یې ورته روښانه کړی او د هغوی همکاري يې را جلب کړې ده.