د کابل په شهرنو سیمه کې د سه شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۴ مه» یو شمیر کسانو لاریون وکړ او له امریکا یې وغوښتل،چې د افغانستان کنګل شوې پانګه بېرته ازاده کړي.
لاریونوال بهران الله فضلي وايي:« امریکا دې د افغانستان کنګل شوي پیسې خوشې کړي. پر نړیوالو غږ کوو،چي پر امریکا باندي فشار راولي،ترڅو د افغانانو پیسې ورکړي.»
لاریونوال د امریکا تیر شل کلن جنایتونه وغندل او د شل کلنې جګړې د غرامت غوښتنه یې وکړه.
دوی همدا راز د نړیوالې محکمې له لوري دجګړې پرمهال د شویو جنایتونو دڅېړلو غوښتنه وکړه.
لاریونوال نوراغا وايي:« امریکا په افغانستان کي جنایتونه کړي او شویو جنایتونو غرامت دې له امریکا او ناټو واخېستل شي.»
اعتراض کوونکي وايي،کنګل شوي پیسي د ملت دي او روان اقتصادي بحران د امریکا له لوري د کنګل شویو پیسو له امله رامنځته شوی دی.
دا لاریون داسي مهال کېږي،چې پر افغانستان د طالبانو له واکمن کېدو سره امریکا د افغانستان مرکزي بانک نږدې لس میلیارده ډالر کنګل کړل.