د کندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې مشر نصر الله زهیر وايي، سږ کال د نورو کلونو پرتله د انځرو حاصلات زيات شوي دي.
زهیر وايي، په روان کال کې يې څه باندې ٢٠ زره ټنه انځر راټول کړي، خو په وینا یې له پاکستان سره د لارې تړل کېدو له امله صادرات درېدلي او درانه مالي زیانونه ور اوښتي دي.
زهیر وايي، د دې تر څنګ پر وچې او تازه ميوو د ګاونډيو هېوادونو له خوا د زياتې ماليې وضع کولو هم ورته زيان اړولى دى او تر اوسه يې د انځرو درېيمه برخه هم نه دي لېږلي.
زهیر زیاته کړه:« له پاکستان سره تړلو لارو نه یوازې زموږ تازه مېوو سوداګر سخت زیانمن کړي، بلکې د وچې میوې سوداګر هم سخت زیانمن شوي دي. همدا اوس د تازه مېوو تر څنګ څنګ د وچې مېوې سلګونه موترونه د تړلو دروازو شاته بند پاته دي.»
د وچو انځرو سوداګر وايي، د د لارې د تړل کېدو تر څنګ د پاکستان له لورې د وچو ميوو پر موټرونو د ماليې زياتوالي له امله سږ کال ورته په ميليونو افغانۍ زيانونه اوښتي دي.
دوى له دولت غواړي، چې له اروپايي هېوادونو سره يې سوداګريزي اړيکې جوړې کړي.
د وچې مېوې سوداګر عبدالجمیل وايي:« زموږ حکومت ته په کار ده، چې د وچې میوې لپاره د پاکستان پر ځای له نورو بدیلو لارو چارو هم ګټه واخلي، ځکه پاکستان سره د سیاسي کړکېچ له امله زموږ تازه او وچې مېوې هر کال د تړلو دروازو شاته خرابه کېږي.»
د مالوماتو له مخې، پاکستان له تېرو درېيو مياشتو د تورخم پر دروازه د وچې ميوې موټرونه درولي او اجازه يې نه ورکوي، چې دې کار سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.