ټاکل شوې، چې شااوخوا درې ورځې وروسته د ترکمنستان هېواد یو پلاوی د دوه ورځو لپاره کابل ته راشي او دلته به د ۱۵۰ کیلو متره ځمکې، برښنا او ګازو پروژې رامنځته کولو په اړه له مسوولینو سره خبرې وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په کابل کې د ترکمنستان سفیر عوضوف تېره ورځ د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر الحاج محمد عیسی اخوند سره کتلي او د ټاپي پایپ لاین پروژې په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ویلي، د یادې پروژې د امنیت برخه کې به له اړوندو څانګو سره بحثونه وکړي او په دې اړوند یې ترکمنستاني پلاوي ته یې ډاډ ورکړی دی.
ټاپي پروژه یا د ګازو پایپ لاین غځولو پروژه له ترکمنستان پیل کېږي او د افغانستان له پنځو ولایتونو تېرېږي، چې د پاکستان په خاوره کې به هندوستان ته وغځېږي.
د ټاپي پروژې د کار پیل تړون په ۲۰۱۶ کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند هېوادونو ترمنځ د ترکمنستان په عشق اباد کې لاسلیک شو.