په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر کچه نن غونډه جوړېږي.
کابل کې د ایران سفیر ويلي، دغه غونډه کې به د افغانستان د اقتصادي او امنیتي ستونزو د حل ترڅنګ په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو په اړه هم خبرې وشي.
د مالوماتو له مخې، په یاده غونډه کې به د ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران په حضوري ډول او د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیران په انلاین بڼه ګډون وکړي.