د امریکا متحده ایالتو مخکښ جمهوریت پال سناتور لینډزي ګراهم له فاکس نیوز سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، طالبانو د القاعده شبکې په مهارولو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د همکارۍ وړاندیز رد کړی دی.
ګراهم ویلي، په افغانستان کې القاعده او داعش وسله والې ډلې بیا د فعالیدو په حال کې دي او په داسې وخت له دوی سره د طالبانو نه همکاري له امریکا سره د طالبانو د جګړې اعلان په مانا ده.
ګراهم زیاته کړې:« القاعدې قسم کړی دی،چې امریکایان به وژني. دا چې طالبان له موږ سره مرسته نه کوي،چې دغه ډله مهار کړو او له دغو جنګیالیو څخه ساتنه کوي، دا له امریکا سره د طالبانو له خوا د جنګ د اعلان په مانا دی.»
د ولسمشر جو بایډن دغه منتقد وایي، د افغانستان ناورین لا پای ته نه دی رسیدلی او په وینا یې دغه هېواد لا هم د امریکا لپاره ګواښ دی.
ګراهم د افغانستان بشري ناورین په اوس کې د ځمکې پر سر تر ټولو لوی ناورین بللی او ولسمشر بايډن یې د دې هر څه مسوول یاد کړی دی.
ګراهم زیاتوي:«که تاسو د افغانستان د سقوط په موضوع کې د کوم پړ کس په لټه کې یئ،نو جو بایډن دې خپل ځان په هنداره کې وګوري. بایډن زما په ټول عمر کې تر ټولو ناکاره او ناکامه ولسمشر دی. د هغه هېڅ پلان کارنده نه و او د پوځ سلا مشورې یې هم و نه منلې.»
ګراهم ویلي، ښايي بایډن دهغو ۳۵۰ تر ۷۰۰ امریکایانو راېستلو په اندیښنه کې وي،چې اوس په افغانستان کې بند پاتې دي،خو په وینا یې امریکا باید دا له یاده ونه باسي،چې هلته لا هم زرګونه هغه افغانان بند پاتې دي،چې تېرو شلو کلونو کې یې له امریکایانو سره مرسته کړې ده.