د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د روانې اونۍ تر پایه به د دوی بشري مرستې افغانستان ته ورسېږي.
د کابلوف په وینا، روسیه به خوراکي توکي او دارو درمل رسماً د اسلامي امارت مسوولینو ته وسپاري.
د مرستو د تنظیم برخه کې د روسیې د بېړنیو چارو او دفاع وزارتونو په ګډه کار پیل کړی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پر امریکا او نورو هېوادونو هم غږ کړی، چې ژر تر ژره افغانستان ته بشري مرستې ولېږي.