د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت د لومړي وزیر له اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر سره تېر ماښام پر مهمو مسایلو خبرې کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، ليدنه کې د افغانستان روان سياسي او اقتصادي وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ پياوړې سیاسي او اقتصادي اړیکو باندې خبرې شوې دي.
پر دې سربېره ټاکل شوې، چې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي او ورسره مل پلاوی هم په دوحه کې د چين د بهرنيو چارو وزیر او مل پلاوي سره وګوري او د دواړو هېوادونو پر مهمو موضوعاتو دوه ورځنۍ هر اړخیزې خبرې وکړي.