د قطر پلازمېنه دوحه کې نن سه شنبه د « ۱۴۰۰ کال د لړم پر ۴ مه» د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو له چینايي پلاوي سره لېدنه کړې.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، دغه لیدنه د رئیس الوزا د مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګي سره شوې او د دواړوهیوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا او اقتصادي مسایلو پهکې بحث او خبرې شوي.
بلال وايي، د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي هم خپل چینايي سیال سره لیدلي او ترمنځ یې پر ورته موضوعاتو خبرې شوي دي.
کریمي زیاتوي:« په دغې کتنه کې د دواړو هېوادونوترمنځ په قوي روابطو، سیاسي، اقتصادي او نورو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې. همدا راز نن سهار هم د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ هئیت هم د چین دبهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ راغلی هئیت سره لېدنه وکړه، چې په کې پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.»
د افغانستان ګاونډی چین هېواد هغه هېواد چې دسیمې او نړۍ له شلو سترو صنعتي او زبرځواکو هېوادونو څخه بلل کېږي، په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور پاېته رسېدو سره ورسوته یې کابل سره اړیکې نږدې شوې دي.
د سیاسي چجارو شنونکي په دې باور دي،چې د چین او روسیې وروستیو هلو ځلو او د کابل په تړاو د بیجینګ او مسکو ناستو ښه پایله ورکړې او تمه کېږي،چې دغه دواړه هېوادونه او په ځانګړي توګه چین به لومړی هېواد وي،چې د افغانستان نوی نظام پر رسمیت وپیژني.
شنونکي عبدالحق حماد وايي:« ظاهرآ داسې مالومیږي،چې دوي دواړه غواړي،له اوسنیو فعالیتونو او کنفرانسونو څخه یې داسې ښکاري،چې دافغانستان له نوي نظام سره کار وکړي. تمه داسې ده،چې دغه دواړه هېوادونه روسیه او چین به نسبت له نورو د افغانستان اسلامي امارت ژر پر رسمیت وپیژني.»
خو کتونکي بیا په دې باور دي،که اسلامي امارت د امریکا او چین ترمنځ دغه نسبي او غیر رسمي اړیکو توازن په سمه توګه مدیریت نه کړي، نو د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ رقابت به د افغانستان کړکیچ لا پېچلی کړي او دا به د هېواد پر زیان وي.
قطر د اسلامي امارت ته له نړیوالو سره د خبرو لپاره د مذاکراتو پر ستر سټیج بدل شوی او نږدې خپله ټوله بهرنۍ پالیسي له همدې دریځ پرمخ بیايي.