د روسیې حکومت وروسته له هغې دا اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د کرونا وبا پېښو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او د مړو شمېر هم په بې سارې کچه لوړ شوی ده.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې نږدې دوه زره پېښې ثبت شوې دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خلکو غوښتي، چې د روانې اکټوبر میاشتې له ۳۰مې نېټې د نومبر تر ۷مې نیټې عمومي رخصتي ده او هېڅوک دې کار ته نه ځي.
تر دې دمه په دغه هېواد کې له څو اونیو راهیسې کابو ۳۸ زره کسان پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
د روانې اونۍ د رخصتیو په ورځو کې د کرونا له امله څه باندې زر کسان مړه شوي دي.
په ټوله کې د کرونا ویروس له پیدا کېدو تر دې دمه څه باندې ۸ میلیونه کسان پر دې ویروس اخته شوي او ۲۳۱ زره کسان مړه شوي دي.