د ملگرو ملتونو د خوړو نړیوال پروگرام مسوولینو ویلي،د افغانستان ۲۲ اعشاریه اته میلیونه وګړي فقر او لوږې سره مخ دي.
د یاد پروګرام اجرائیه مشر ډیویډ بیزلي له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، د بیوزله کسانو دا شمېر یوازې ۱۴ میلیونه و،خو د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له ۲۲ میلیونو هم اوښتی دی.
بیزلي اندېښنه ښودلې،که اړمنو افغانانو ته بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، د ژمي ترپایه به زیاتې کورنۍ د سړې هوا او لوږې له امله خپل ماشومان له لاسه ورکړي.
بیزلي زیاته کړې:«هغه څه،چې موږ یې اوس وړاندوینه کوو،په ډېرې چټکۍ سره په حقیقت بدلیږي. کابل د ټولو د تمې خلاف ډېر زر راوپرځېد او اقتصادي سقوط بیا له هغې هم په چټکی سره پر ځوړ روان دی.»
د خوړو نړېوال پروګرام دا لوړپوړی چارواکی وړاندیز کوي،چې افغانستان سره د پراختیایي برخې مرستې باید بېرته بشري مرستو ته ځانګړې شي او د افغانستان کنګل شوې پیسې باید د دې پروګرام لخوا ولګول شي.
د خوړو پروګرام سربېره د نړۍ نور ګڼ مرستندویه سازمانونه هم په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره له نړېوالې ټولنې غواړي،چې له طالبانو سره تعامل وکړي.
ډیویډ بیزلي وايي:« نړېواله ټولنه باید څومره ژر چې کېږي،دا پیسې خوشې کړي،تر څو خلک ژوندي پاتې شي. زه فکر نه کوم،چې د نړۍ مشرانو دې دا ډول ناورینونو ته پام وي. د مرکزي آسیا په ګډون په افریقا او مرکزي امریکا کې هم بشري ناورینونه رامنځته کېدونکي دي.»
د خوړو نړېوال پروګرام همداراز خبرداری ورکړی دی،که د افغانستان بشري ناورین ته پام ونه شي وګړي به یې د سوریې په برخلیک اخته شي او په ډله ییز ډول به کډوالۍ ته مجبور شي،چې اروپایي لویه وچه یې هم له منفي اغیزو خوندي نه شي پاتې کیدای.
یاد پروګرام یوازې څو ورځې وروسته له هغې دا وړاندوینه کوي،چې له دې مخکې د پیسو نړېوال صندوق د افغانستان اقتصاد د دېرش سلنې رکود خبره کړې وه،چې په وینا یې بشري ناورین زیږولی شي.