هرات کې د اسلامي امارت د سرتېرو او وسله والو انسان تښتوونکو ترمنځ درې ساعته نښته پای ته ورسېده.
د هرات امنيه قوماندانۍ ویلي، تېره ورځ غرمه مهال د اسلامي امارت د ملي امنیت ځواکونو د هرات ښار پنځلسمې ناحیې اړوند سیمه کې د انسان تښتوونکو پر یوه مرکز عملیات ترسره کړي دي.
امنیه قومانداني وايي، د عملیاتو پرمهال انسان تښتوونکو له طالبانو سره نښته پيل کړه، چې پرمهال یې څلور انسان تښتونکي ووژل شول.
امنیه قومنداني مني، چې په دغې نښته کې دوه طالبان هم ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې د سيمې اوسېدونکو ویلي، چې نښتې شاوخوا درې ساعته دوام وکړ او دواړو خواوو پر یو بل درنې وسلې وکارولې.
هرات کې دا عملیات داسې مهال ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې یاد ولایت کې د شرف الدین په نوم یو ډاکتر د انسان تښتوونکو له منګولې وژغورل شو.