شنونکی خیرالله شینواری وايي: «دغو ناستو کې افغانانو ته دبشري مرستو به رسولو هم بحثونه کیږي، چې زه یې مثبت ارزوم او د دې نتایج د افغان ولس لپاره ګټور دي، داسې ناستو ته موږ ضرورت لرو، ترڅو د افغانستان او افغانانو په تړاو لا ډیر بحثونه وشي، چې په راتلونکي افغانستان له سیمې او نړۍ سره داسې یو سیاسي اړیکې ولري چې په هغې کې افغانستان له نړۍ سره او نړۍ له افغانستان سره وصل وي.»
خو ځینې نور بیا دغه ناستې د افغانستان لپاره بې ګټې بولي او زیاتوي، تر هغې چې د افغانستان نوی دولت قاطع دریځ ونه لري او د افغانستان پر وړاندې د نړیوالو پر پلمو نیوکې ونه کړي، یادې ناستې او بحثونه کوم ځای نه نیسي.
شنونکي عزیز معارج وايي: «د افغانستان په تړاو چې په ګاونډ، سیمه او نړۍ کې کوم کنفرانسونه او ناستې چې کېږي، ترهغې پورې چې د افغانستان دولت ښه بحث قاطع دریځ او برنامه ونه لري. یاهم دا چې د نړیوالو اصولو ته ځان عیار نه کړي او یا د نړیوالو پر پلمو باندې اعتراص ونه کړي دا ناستې د افغانستان لپاره هېڅ ګټه نه کوي، برعکس ګاونډي او سیمې هېوادونه ځان مطرح کوي او د خپلو سیالانو پر وړاندې د ځان لپاره امتیاز برابروي.»
که څه هم تیرو ناستو د افغانستان پر سیاسي کړکېچ کوم اغېز نه دی کړی، خو له اقتصادي پلوه ګټورې یادیږي.