Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملګرو ملتونو ۷۶ یمې کالیزې نمانځنه؛ د افغانستان څوکۍ خالي وه 

admin by admin
2021/10/25

افغانستان ۷۵  کاله وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، خو د یاد سازمان  ۷۶ یمه کالیزه، چې د اکتوبر له ۲۴ تمې سره برابره ده، داسې مهال نمانځل کېږي، چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ خالي او استازی يې شتون نه لري.

دا څوکۍ په افغانستان کې له وروستي سیاسي تحول یا د اسلامي امارت له واکمنۍ سره خالي شوه.

افغانستان چې اوس له یوه سخت او حساس پړاو تیرېږي، د ملګرو ملتونو سازمان کې یې د استازي ګډون له دې امله مهم بلل کېږي، چې د افغانانو ستونزې او غوښتنې مخامخ له نړیوالو سره شریکې کړي، خو یاد سازمان نه د مخکيني حکومت استازی غلام اسحاقزی منلی او نه یې د اسلامي‌امارت استازی ومانه.

ملګري ملتونه د اوسني افغانستان استازي منلو لپاره یو لړ شرطونه لري.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، نړۍ دې اوس افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت سره تعامل وکړي او د تروريزم، نشه یي توکو قاچاق او له افغانستانه د خلکو مهاجرت ستونزې دې نظر کې ونيسي.

شنونکی عبدالحی قانت وايي:« ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازيتوب ډېر زيات مهم دی. په دې وخت کې چې نړۍ د تروريزم، د مخدره توکو د قاچاق او له افغانستانه د مهاجرتونو وېره لري، نو دغه درې واړه شیان هغه څه دي، چې يوازې ملګري ملتونه او د ملګرو ملتونو او د دوی اډانه کولای شي، د دې ستونزې حل راوباسي. خو که په رېښتیا نړۍ په دې باندې باور لري، چې له افغانستانه دې دغه درې مشکلات راونه وځي او دا په افغانستان کې حل شي، نو افغانستان دې د ملګرو ملتونو په اډانه کې ومنی.»

ځينې نور بيا پر ملګرو ملتونو د استازي منلو لپاره قوي بهرنۍ پالیسي او ډيپلوماسي اړینه بولي او ټینګار کوي، چې اسلامي ‌امارت دې د یاد سازمان شرطونه عملي کړي.

شنونکی: اجمل سهيل وايي:« له بده مرغه  طالبانو په دغه برخه کې هېڅ لازم اقدامات، چې بايد دوی تر سره کړی وای، نه دي کړي، نو پر همدې اساس له افغانستانه هېڅوک نه شته، چې په ملګرو ملتونو کې استازیتوب وکړي او په څنګ کې د افغانستان ستونزې او مشکلات، چې اوس ورسره له يوه ناورين سره ولس مخ دی، تر څو نړیواله ټولنه وهڅوي، چې افغانستان سره بشري مرستې وکړی.»

شنونکي په دې باور دي، که د اسلامي امارت چارواکي د سيمې او نړۍ پر کچه ملګرو ملتونو ته د لابي او سفارش ملګري هېوادونه پيدا کړې، لرې نه ده، چې حکومت به یې پر رسميت وپېژندل شي او په ملګرو ملتونو کې به یې استازي ته څوکۍ ورکړل شي.

شنونکی اجمل سهيل وايي:« يوازنۍ د حل لاره دا ده، چې د افغانستان حکومت يا د طالبانو اداره پر رسميت پېژندل کېږي، نو تر هغې مخکې بايد طالبان ځينې اقدامات وکړي، چې لابي ډلې پر نړيواله کچه باندې فعاله کړي، ترڅو له دوی سره مرسته وکړي، چې حکومت یې پر رسميت وپېژندل شي.»

د ملګرو ملتونو سازمان له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د هغه وخت د سترو زبرځواکو او اقتصادي هېوادونو پر همغږۍ رامنځته  شو او په تېرو اوویا کالونو کې یې د نړۍ په تاریخ کې مهم رول درلود.

د نورو لویو سازمانونو سربېره د ملګرو ملتونو سازمان دا مهال د افغانستان په تړاو ډېر اندېښمن دی او شااوخوا یوه میاشت وړاندې یې افغانانو سره د بشري مرستو لپاره د جینوا ناسته راوبلله، چې پر مهال یې غړو هېوادونو اړمنو افغانانو سره څه باندې یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist