خان وايي:« دلته اوس مهال دوه میلیونه خښتې شته، خو نه پلورل کېږي او همدلته پرتې دي. فکر وکړئ که راتلونکو څو میاشتو کې نوی حکومت راشي نو دا به خرڅې شي که نه له اسلامي امارات موږ هېڅ دا تمه نه لرو.»
خان له نړیوالو غواړي، چې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني، ترڅو د خلکو روزګار ورسره بېرته څه نا څه ښه شي.
هغه زیاته کړه:« داسې یو حکومت شي، چې لومړی خو یې نړیوال پر رسمیت وپیژني، چې بانکونه پرانېستل شي او مرستې وشي.»
د افغانستان روان کړکېچ، د خلکو کمزوری اقتصاد او پر بانکي خدمتونو لګېدلو بندیزونو نږدې هر افغان اغیزمن کړی دی.
د شهزاده سرای صراف امین جان خوستی بیا وايي، د بانکونو د بېرته پرانېستل کېدو او د نورمال فعالیت خیال اوس د ډېرو له ذهنونو وتلی او په وینا یې له تېرو څلویښتو کلونو راهیسې دلته کار کوي، خو په خبره یې تر اوسه پورې د پیسو داسې نیستي یې نه وه لیدلې.
خوستي زیاته کړه:« شااوخوا ۴۰ کاله کېږي، چې په شهزاده سرای کې یم، خو په بانکي سیسټم کې موږ دا ډول ستونزې نه وې لېدلې. یوازې اوس مهال دا ستونزې راغلي، ځکه نړیوالې ټولنې اوسنی حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی.»
د طالبانو له واک ته رسېدو دوو میاشتو زیاته موده تېریږي، خو تر اوسه پورې د بانکي سیسټم ستونزه پر خپل ځای پاتې او زرګونه کسان د خپلو پیسو لپاره په اوږدو کتارونو کې درېږي.
د کابل ښار اوسېدونکی محمد قسیم وايي:« نوبت را رسېږي، خو دوی له ۲۰ زرو زیاتې پیسې نه ورکوي.»
د پیسو نه شتون او د کمرنګه شوي کار روزګار له امله خلک اوس هم د کور کالي واټونو ته د خرڅلاو لپاره راوباسي.
د کور توکو یو تن پلورونکی محبت وايي:« خلک د خپل کور کالي راوړي او سودا کوي یې. ځینې له بې وسۍ وي، چې خلک د خوړو مړۍ نه لري، اوړه او وریجې پرې اخلي او د دې لپاره د کور کالي خرڅوي. ځینې بیا بهر ته تلوونکي وي او د خپل کور کالي خرڅوي. نو همدا یې بازار دی.»
هغه کسان، چې د دغو زړو او کارېدلو کالیو او لوښو د اخېستلو اراده لري، شکایت لري، چې پلورونکي یې د بازار له اصلي نرخه په څو چنده لوړ بیه پلوري او همدا لامل دی، چې څوک یې اخېستلو ته زړه نه ښه کوي.