د افغان سولې لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سي بي ایس خبري شبکې سره مرکه کې ویلي، امریکایي ځواکونو هڅه وکړه، چې د جګړې ډګر کې پر طالبانو لاس بري وي، خو هڅو یې پام وړ پایله نه درلوده.
خلیلزاد ویلي: »د سولې مذاکراتو موخه دا وه، چې موږ جګړه نه ګټو او وخت زموږ په ګټه نه و. نو غوره وه چې ژر توافق وکړو نه په ځنډ سره».
خلیلزاد د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غنی تورن کړی، چې تېښتې سره یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وپرځول.
که څه هم مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې د جګړې مخنیوي لپاره له کابله ووت، خو خلیلزاد وایي، غني کولی شول د سولې لپاره، یو کال یا شپږ میاشتې وړاندې استعفا وکړي.
خلیلزاد د القاعده په ځپلو کې امریکا بریالۍ بللې، خو ولسواکي او د ډېموکراټیکو ارزښتو پلي کولو کې یې ناکامه ګڼلې.
خلیل زاد دا هم ویلي، چې امریکا غوښتل د سولې خبرې یوه بېله پایله ولري، نه هغه څه چې د اګست پر مه۱۵ نیټه پېښ شول.
نوموړي زیاته کړې، امریکا غوښتل د سولې خبرې یوه بېله نتیجه ولري، نه داسې څه چې د اګسټ پر ۱۵مه پېښ شول.
خلیلزاد دا هم وایي، چې که اسلامي امارت و نه شي کړای، یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، افغانستان سره به د امریکا اړیکې عادي نه شي.